Search  
Rich Text Editor

عبدالرحمن ويب پاڼې ته ښه راغلاست



To join the mailing list enter your e-mail address:
 Send


تا زه خبرونه

Back
Home >> تا زه خبرونه
 افغانستان ولسمشرحامد کرزي نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې په ټوکو کې وویل چې ښځه پرې زوروره ده. 
له کرزي څخه یوې ښځې پوښتنه وکړه چې ولې د ده مېرمن (زینت کرزی) په غونډو او عام محضر کې نه ښکارېږي او ولې ورسره په نننۍ غونډه کې، چې د ښځو لپاره جوړه شوې برخه نه لري، ده  وویل: «په کور کې هغه پر ما زوروره ده، تاسي کولی شئ له هغې وپوښتئ. زما واک دلته دی.هغې کولی شوای چې راغلې وای.ایا ما مجبوره کړې وای چې راغلې وای. که مې دا کار کړی وای ، ښه به نه وو.
د ولسمشر کرزي مېرمن زینت کرزی د ښځینه ناروغیو(ولادي نسايي) ډاکتره ده خو د نړۍ د ولسمشرانو د مېرمنو خلاف په عام محضر او رسمي غونډو کې ګډون ته لېوالتیا نه لري.
کرزي په یوه بله غونډه کې، چې د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل په حبیبیې لېسې کې جوړه شوې وه، له دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د ناوړو دودونو او له ښځو سره د تشدد پرخلاف تبلیغ وکړي.
په ولور، بدو ، کم عمر او په زوره د نجونو ورکړه لا هم په افغانستان کې عامه ده .ځیني کارپوهان وايي اوس ډېر خلک د دغو ناوړو دودونو پر بدوالي پوهېږي حو د خپلې ټولنې د منفي دود تر اغېز لاندې سترګې پرې پټوي.
ځیني نور پر دیني عالمانو انتقاد کوي او وايي چې هغوی له منبر څخه د دا ډول اسلامي ضد دودونو پرخلاف خوله نه پرانیزي.او حتي په ځینو مواردو کې د نجونو د تعلیم پرخلاف تبلیغ کوي.